موږڅوک يو
په لندن کې يوه کوچنۍ ډله پدی موخه او هوډ جوړه شوه چې په لر او بر ، او ټوله نړۍ کې افغانانو ته داسي مطالب او کتابونه په يوي ويب پاڼه کې خپاره کړی چې هغوی ترې په ورځنيزو چارو او لوستي ژوند کې ګټه واخلي
په پښتو ژبه ډير کتابونه ليکل شوی او ژباړل شوی دي خو د وخت په تيريدو سره دا کتابونه يا خو له پامه غورځول شوی او يا هم بيا ندی چاپ شوی
اوس د افغان جرګي ويپ پاڼه د پښتو وتلی کتابونه ، په پښتو ژباړل شوی کتابونه ، طبي کتابونه ، طبي لارښوني او څيړنی ، او د افغانستان او نړۍ په اړه وتلی کتابونه او مقالی په انګريزي او پښتو ژبه تاسو ته خپروي
پدې ويب پاڼه کې به د ورځنيو پيښو او ورباندې څيړنو تر څنګ تاسو ته دځنو ټولنيزو ستونزو او مسلو په اړه څيړنې او حل لارې هم خپريږي چې دواړه ليدونکې او چارواکې تري ګټه واخلي او د امکان په صورت کې ، عملي ګامونه پورته کړي
د ويډيو په پاڼه کې به هغه وتلي روزنيز ، ټولنيز او لارښود فلمونه او فلمي لارښونی تاستو ته خپريږي چۍ په پښتو ژبه جوړ شوې او يا هم پښتو ته ژباړل شوې وي.
د طبي برخه څارنه په نړۍ کې وتلی افغان ډاکټران کوی او تازه او په زړه پورې معلومات خپلو ليدونکو ته د هغوي په مورنۍ ژبه ژباړې، څيړنې پری کوي او په افغان جرګه ويب پانه کې يی خپروي.
د کتابونه لپاده نوري پاڼې هم جوړې شوي جې د ساينس، سياست، پښتو ادب ، فلسفي ، تاريخ او اقتصاد په اړه کتابونه پکی چاپ شوي. تاسو کولاۍ شی چې دا کتابونه په همدې ويب پاڼه کې ولولی خو د چاپ حق نلری.
د نړيوالو رسنيو په پاڼه کی تاستو ته د افغانستان په اړه د بيلا بيلو نړيوالو رسنيو مطالب پدې وپب پاڼه کې راغونډ شوی جې ګټه تری واخلۍ.
د ليکنو په پاڼه کې نوي خبرونه او ليکنی تاسو ته خپريږي او نړپوال ژباړل شوې مطالب هم پکې ژباړل شوی دي.
د ليد لوري په پاڼه کی د ځينو څيړنو تر څنګ تاسو ته دځنو ټولنيزو مسلو په اړه څيړنې او حل لارې خپريږي چې چارواکې يی د حلولو لپاره د امکان په صورت کې عملي ګامونه پورته کړي |