افغاني ډاکټرانو ته د وروستیو طبي څیړنو سرچینه
دلته د روغتیا په اړه په نړی کې د وروستیو څیړنو پښتو بڼه خپریږي

په لويديځ کې نوى مکروبى ناروغې

نيڼه: ١٤م د اگست ٢٠١٠

هغه  ناورغان چې  جنوب ختیځې اسیا  ته د پلاستیکي جراحې لپاره ځې کله چې تر تداوي وورسته بریتانیا ته  راستنیږي نو دوې له ځانه سره یوه لویه  ستونزه انتقالوي . 

د یوې نوې مطالعې په اساس  یو ډول جین د داسی یوه مکروبی  حالت سبب کیږی چې  په نتیجه کې  بیا  ډیر قوی انتی بيا تیک درمل  یا مکروب ضد درمل  ورباندی اثر نشي کولای. 

راپوورنه وايی  دا برکتریا په ټوله نړۍ کې د خپریدو په حال کې ده . 

د  اګست  په  لسمه نیټه  نړیوال روغتیایي سازمان   په نړۍ  کې د  H1N1   ویروس  د خطر  دختمیدو  خبر ورکړ او ویی ویل ، د سواین  فلو ویروس    نور په نړۍ کې خوریدونکی نه دی او کومه اپیدیمي  به  جوړه  نکړي . 

خو تر دې اعلان  یوه  ورځ  وروسته  نړۍ په یوه بل خطر پوهه شوه  او هغه  داسي یو ډول جین دي چې د باکتریاوو ترمنځ سرګردانه دي او په باکتریا کې د داسي یوه بدلون سبب کیږی چې بیا چې د درملو په مقابل کې مقاومت پیدا کوي.    

تر اوسه  داسي  کوم  درمل نشته  چې  په دې جین د مقاومو شویو باکتریاوو   تداوي ورباندی وشي. 

د بریتانیا  د طبي ژورنال په اساس دا نوې لویه ستونزه د یوه جین له امله رامنځ ته کیږي چې په باکتریا کې ځای نیسي . 

جین ارثی واحد ته وايي چې د  یوه ژوندي موجود د جینونوپه ځانګړو کړیو کې یې د ځاي بدلیدل دیوه لوي تعغیر سبب کیږي .  

ساینس پوهان وايي په یادو شویو باکتریاوو کې  همدا جین ددې سبب شوي چې هیڅ ډول انتی بیوتیک پکې نفوذ ونکړاي نشي. 

دیوید لیورمورDiavid Livermore   چې د بریتانیا د روغتیا په وقایوې مرکز کې  د انتی بيا تیک سره  د مقاوم کیدو  پته لګوي  او په طبي ژورنال کې د  خپري شوي  مطالي په لیکلو کې یې هم برخه اخیستي دا ستونزه توضیح کوي او وايي 

چې کله دا مقاومت خپور شی نو بیا هغه مکروبي حالات چې ددې جین له امله په د مخامخ شویو باکتریاوو له امله رامنځ ته کیږی ډیره سخته به وی چې تداوي شي . 

لا هم یو یا دوه ډوله فعال انتی بیوتیکونه شته  خو هغه هم بیا په ډیر وروستی حد کې تطبیق کیدای شي . 

دا جین د نوې دهلي  د میتالو بیتالکتوماز یا NDM-1   په نامه یادیږي او د بریتانیا په  هغو ناروغانو کې موندل شوي چې هند او پاکستان ته یې د پلاستیکي جراحې  او یا هم کوم بل عملیات لپاره سفر کړي . 

د لومړي ځل لپاره دا جین تیر کال په یوه  سویډنی ناروغ کې وموندل شو چې د هند په کوم روغتون کې  یې  یو څه وخت تیر کړي وو . 

NDM-1  ،  باکتریا ،  د انتی بیوتیکونو د ډیرو قوي ګروپونو چې د carbapenems    په نامه یادیږې او معمولا په عاجلو او یا هم د نورو درملو په مقابل کې د مقاومت په وخت کې استعمالیږي ،  ددې په شمول تقریبا د ټولو انتی بیوتیکونو په مقابل کې مقاومه  کوي . په دې معني چې هیڅ ډول انتی بیوتیک ورباندي تاثیر نه کو . 

د نوي مطالعې په اساس ددې جین رامنځ ته کیدل چې د ډیرو سختو مکروبی حالاتو سبب کیږي د زیاتیدو په حال کي دي . 

په دې ارتباط  اکتشافات ښیي چې دا  جین  په  پراخه بڼه  په هند کې د خپریدو په حال کې دی  او هلته داسي ښکاري  چې  روغتیايي سیستم  ددې  جین د پیژندو لپاره لږ  څه تر سره کړي  او د ناروغانو د تداوي لپاره  کافي انتی بیوتیک یا مکروب ضد درمل هم نلري . 

په  طبي څیړنو کې  د NDM-1 څلور څلویښت پیښې  د  هند په چینای او څه باندي سل نورې دهند په نورو ښارونو ،  پاکستان او بنګلدیش کې لیدل شوي .

په بریتانیا کې په ۳۷ تنو کې دا جین پیژندل شوي چې ټولو په جنوب ختیځې اسیا کې د جراحې عملیاتونو کړي دي. 

دا  ستونزه په استرالیا ، کانادا ، هالند او سویدن کې  هم لیدل شوې. 

د متحد ایالاتو د ناروغو د کنترول د مرکز په اساس په متحد ایالاتو کې د دې جین   د  خپریدو درې پیښې  د لومړي ځل لپاره د روان میلادی کال په لومړي نیمایی کې  تر سترګو شوی. او ټول هغه ناروغان وو چې په هند کې  یې په دې وورستو کې تداوي کړي وه . 

تر اوسه په ډیرو لږو کسانو کې NDM-1 جین لیدل شوی خو په طبي څیړني کې دا راغلي چې  ددې سفرونو په ترڅ کې ددې خطر شته چې دا جین پراختیا ومومی او په ټولې نړۍ کې د عامي روغیتا لپاره په یوې لوېې ستونزې بدل شي 

لیور مور وايي :دا مقاومت کیدای شي په بیلابیلو نورو باکتریا کې هم خپورشي او بیا همدا باکتریاوی ډیرو ناروغانو ته سرایت وکړي . او هغه وخت به په رښتیا هم یوه لویه ستونزه وي . 

او دا به ډیره سخته وي  چې د ډیرو زیاتو مکروبونو تداوی دي وشی 

لیورمور او دهغه همکاران  د یاد شوی جین د خپریدو سره  د مقابلې لپاره  په دې ارتباط د پراخو طبي څیړنو ، دنوېو انتی بیوتیکونو د جوړولو او په دې ارتباط  په  نړیواله سطح  د  یوې طبی څارنې   وړاندیز کوي . 

اندرس ایکبولم چې  د استارا زینیکا په نوم   د انتی بیوتیک جوړولو د لويي  کمپني مشر دې او کمپني یې کارباپینم  چې ډیر قوي انتی بیوتیک دی هم جوړوي وايي ، دهغه کمپیني  چې له ډیر وخته د یوه نوې انتی بیوتیک د جوړیدو په اړتیا پوهه شوي همدا اوس ددې ستونزې د حل لپاره کار کوي .  ایکبلوم وايي د هغو انتی بیویتکونو په وړاندي چې دا اوس یې مونږ لرو NDM-1 د مقاومت یا تاثیر نه کولو اخري مثال دی . 

ددې  باکتریا مخه  د مکروبونو د کنترول  دپاره په  عادی اقدماتو نیول کیداي شي لکه په سمه توګه د روغتون  د سامانونو پاکول او په پرله پسي توګه په مکروب ضد صابون باندي د لاسونو مینځل . 

الیکس کالین چې د امریکا د ناروغیو د کنترول یو کارکونکی دی وايی دا جین ممکن د ستونزو یو نوی مثال وی هغه وايي ،

زه فکر کوم  چې  باکتریاوي ډیر جدي او ډیر شدید مقاوم مکروبونه دي نو ځکه خو د عامی روغیتا په برخه کې ډیر مهم بلل کیږي . خو دا د NDM-1 نوې میکانیزم چې رامنځ ته شوي  دا له  هغه څه څخه چې دا اوس یې مونږ په متحد ایالاتو کې وینو فرق لري . 

نړیوال روغتیايي سازمان ، د مکروبونو تر خپریدو دمخه  یې پر مخنیوي یا وقایي اقداماتو  ټینګار کوي . لکه په سمه توګه د روغتون د سامونو ضد عفونی کول ، او په مکروب ضد صابون باندي د لاسونو مینځل .



طبي کتابونه  
په لويديځ کې نوى مکروبى ناروغې
په امريکا کې مايګرين يا نيم سري
د ويني دلوړ فشارپه اړه نوي څيړنه
روحې فشارونه
خندا او ژوند
افغان ماشومان او د ایودین کموالی
د لوړ فشار په اړه نوي څيړنه
د جنسي کمزورتیا پیښی
توبرکلوزيک پلورل ايفيوژن
په ماشومانوکې د واکسین نه پس تبه
د پوستکي د سوځیدني نوي درملنی
د تیونو د سرطان په اړه نوی څیړنه
داسپرین په اړه نوي څیړنې
نوی انټي باډي
د سرطان په درملنه کې نوي هیلی












افغاني ډاکټرانو ته د وروستیو طبي څیړنو سرچینه